"ډیجیټل کول، ډیجیټلي سواد او مهارتونو پراختیا ته اړتیا لري‎"‎

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۴:۳۱
کنفرانس خبری

د ډیجیټل مهارتونو د ودې په موخه د ولسمشرۍ د ویاند مرستیالې آغلې فاطمه مورچل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ‏وزارت ویاند ښاغلي نصرالله نصرت ناصري او‎ ‎“Her Afghanistan” ‎موسسې چارواکو لخوا ګډ مطبوعاتي کنفرانس د دولتي ‏رسنیو په مرکز کې جوړ شو‎.‎

لومړی، د ولسمشرۍ د ویاند مرستیالې محترمې فاطمه مورچیل د ډیجیټل سازۍ اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د ‏افغانستان حکومت د هر هغه پروګرام چې د ډیجیټل کیدو په برخه کې اغیزمنه وي ملاتړ کوي، او د سیستمونو ډیجیټل کول د ‏افغانستان د حکومت یو له مهمو برنامو او لومړیتوبونو څخه دی‎.‎

مورچل

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند ښاغلي نصرالله نصرت ناصري بیا د ډیجیټلي سواد او مهارتونو پراختیا ‏کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رول او پلانونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د مخابراتو وزارت ‏مشرتابه پلان لري چې ډیجیټلي سواد زده کړې او مهارتونو ته وده ورکړي او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي ‏دي‎.

نصرالله نصرت ناصری

ښاغلي ناصري زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د ټولنیزو شبکو سره په همغږي د ‏کاروونکو ډیجیټلي سواد زده کړې او پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ‏ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د هر هغه پروګرام چې د ډیجیټل کولو په برخه کې موثر دي او له موږ سره د ډیجیټلي موخو په ‏ترلاسه کولو کې مرسته کوي ملاتړ او هرکلی یې کوي‎.‎

د نن ورځې پروګرام چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او یو شمیر اړوندو بنسټونو په همکارۍ د‎ “Her ‎Afghanistan” ‎لخوا تنظیم شوی و د فېسبوک په ګډون، د ټولنیزو رسنیو یو شمیر مشهور کاروونکي به په افغانستان کې د ‏فیسبوک کلتوري سفیرانو په توګه وټآکې‎.‎

دا اشخاص د یادې موسسې لخوا د دوی د فعالیتونو او فېسبوک په کارولو کې د بریا، د فالورانو شمیر او په ټولنه کې د دوی اغیز ‏او دریځ له مخې غوره شوي دي‎.‎

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته