د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په میاشتني عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی
![معصومه خاوری](/sites/default/files/2020-12/shrkt_afghan_tyly_kam_2.jpg)
د روان مالي کال د تیرو څو میاشتو په جریان کې له یو لړ تخنیکي او پراخو اقتصادي ننګونو سره سره د لومړي ځل لپاره د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت/سلام په پلور کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د سږکال په نومبر میاشتې کې دا زیاتوالی د تیرو میاشتو په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنې ډیروالی ښیې، چې د شرکت د محصولاتو او خدمتونو پلور څخه ترلاسه شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره په کتنه کې د افغان ټیلیکام رئیس او یو شمیر چارواکو د پلور زیاتوالی یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او دا یې د مخابراتو وزارت په رهبری، او همدارنګه افغان ټلیکام شرکت او سلام مخابراتي شبکې په رهبرۍ کې د بدلون پایله وبلله.
آغلې خاوري پدې برخه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت چارواکو له هڅو او لاسته راوړنو څخه رضایت څرګند کړ او په دې برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې او هڅو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د افغان ټیلیکام چارواکو، د ودې او پراختیا لپاره د شرکت ظرفیت ته په کتو سره هیله څرګنده کړه چې د شرکت عواید او خدمتونه به په راتلونکي کې نورهم ډیر شي.