د ZTE شرکت مسؤلینو د اغلې معصومه خاوري سره د دوه اړخیزو همکاریو په خاطر لیدنه او خبرې وکړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۴۶
MCIT Minister meet with ZTE Director

د ZTE شرکت مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې او نوماندې وزیرې اغلې معصومه خاوري سره د پیژندګلوی لیدنه وکړه. په دغه کتنه کې د یاد شرکت مسؤلینو آغلې خاوري ته د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د بهبود لپاره د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې وکړې.

د ZTE چیني شرکت د هغو همکارو شرکتونو څخه یو دی، چې د څو کالونو په لړ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره په تخنیکي او مخابراتي برخو کې مرسته کړیده.

په دې لیدنه کې د نوموړي شرکت مسؤلینو خپلو پخوانیو همکاریو ته په اشارې، د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره د 4 G خدمتونو په برخه کې د خپلو مرستو او همکاريو په پار لیوالتیا څرګنده کړه. اغلي معصومه خاوري د ZTE مخابراتي شرکت له همکاریو څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې د دولت په چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړو.

نوموړې یادونه وکړه چې د کرونا ناروغیو را وروسته په دې بحراني حالت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د 4G انټرنټي باکیفیته او چټکو خدمتونو په وړاندې کولو ژمنه ده.

په پای کې توافق وشو چې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره به دواړه خواوې نورې ناستې او لیدنې هم ترسره کړي ترڅو یاد کارونه په منظم او ښه ډول سره په مخ لاړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۸:۴۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی سرپرست وزیر رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوي سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً خپله دنده پیل کړه.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د پکتیا ولايت په ځاځی آریوب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځی آریوب ولسوالۍ...

بېرته خبرونه ته