محترمه معصومه خاوري د وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ(IT) رییسانو سره کتنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۷:۱۷
m

د وزارتونو بیلابیلو ادارو معلوماتي ټکنالوجۍ څانګو رئیسانو او مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ سرپرست او نومانده وزیرې اغلې معصومه خاوري سره د یوې تعارفي ناستې په ترڅ کې د لا ډیرو همغږۍ، همکارۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو د IT برخې پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور وده او د دفترونو ډیجیټل کولو ګډو موخو په ترلاسه کولو ټینګار وشو.

په پای کې، د وزارت مشرتابه یادونه وکړه چې د لا زیاتو همکاریو په خاطر، له نن څخه به دوی د اونۍ په اوږدو کې د بیلابیلو څانګو له چارواکو سره وګوري.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته