د مخابراتو وزارت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت مشرتابه سره د معصومه خاوري لیدنه او پر ګډ کار ټینګار

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۴۵
Masouma Khawari

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې وزیرې اغلې معصومه خاوري نن له غرمې مخکې او د هغې لومړۍ کاري ورځ ‏کې د دغه وزارت د مشرتابه او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د بیلابیلو څانګو له رئیسانو او چارواکو سره وکتل. ‏

په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرسته د خپلو موخو او پلانونو په اړه په عمومي ډول خبرې وکړې او ‏ویې ویل چې د وزارت اهدافو ته د رسیدو لپاره، موږ باید په ګډه او د یو ټیم په توګه کار وکړو.‏

معصومه خاوری
 

اغلې خاوري زیاته کړه چې "سستي او غفلت" به د هغې په مدیریت کې هیڅ ځای ونلري او د وزارت ټولې څانګې او ‏کارکوونکي به د دندې مسؤلیتونه د قانون په چوکاټ کې او د دندو د قانون سره سم ترسره کوي. هغه د کارمندانو په اجرااتو کې ‏د مکافاتو او مجازاتو پر اصولو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مکافات او مجازات به د هغې د مدیریت په چوکاټ او ‏اصولو کې د یو اصل په توګه شتون ولري.‏

ورپسې، د بیلابیلو څانګو رییسانو او مسؤلینو د خپلو اهدافو، دندو او کاري پلانونو په اړه لنډې خبرې وکړې او د وزارت ‏مشرتابه ته په اړه یې توضیحات ورکړل.‏

همداراز، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای ژمنه وکړه چې ټول کارکوونکي به له ‏کلکې ژمنې سره له هر ډول شخصي انګیزو او اهدافو څخه لرې وي، د وزارت اهدافو ته د رسیدو لپاره به په ګډه کار وکړي او ‏پروژې او برنامې به پلې کړي.‏

احمد مسعود لطیف رای
 

په پای کې، د وزارت ریاستونو ته لارښوونه وشوه چې خپل پلانونه او کاري راپورونه په راتلونکو ورځو کې د وزارت ‏مشرتابه سره شریک کړي.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته