د دولتي دفترونو بریښنایي کولو په لور عملي ګامونه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۵:۵۱
govnet

د معاملاتو او الکترونیکي لاسلیک قانون تصویب کیدو وروسته، اوس مهال د دولتي دفترونو د ‏govnet‏ (د دولتی اداراتو داخلي ‏او خوندي شبکې) له لارې بریښنایی کیدو او اتصال لپاره لاره هواره شوې ده.‏

داخلي بریښنالیک سیسټم تر نوم لاندې  د ډومین af.، د معلوماتو مرکز او ‏govnet‏ شبکه هغه  درې فاکټورونه دي چې انټرنیټ ‏او انټرانیټ سره د دولتي دفترونو نښلولو امکانات برابروي.  ‏

دې موخي ترلاسه کولو لپاره پرون ماسپښین د وږي میاشتې په 22 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزیر ښاغلي محمد فهیم ‏هاشمي په مشرۍ او د وزارت د پالیسی او پروګرام مرستیال ښاغلي لطیف رای، ډیجیټل کاسا رییس او د دغې پروژې ‏متخصصینو په حضور ناسته جوړه شوې وه او د دغه پروګرام د پلي کولو څرنګوالي، لازمې اسانتیاوې او تجهیزاتو چمتو کولو ‏او متوقعه پایلو په اړه تفصیلي او هراړخیزې خبرې وشوې.‏

Govnet

پدې ناسته کې، د ډیجیټل کاسا رئیس ته لارښوونه وشوه چې هغه دولتي دفترونو لپاره  چې ټاکل شویده د دې پروژې له لارې له ‏انټرنیټ سره وصل شي د لومړیتوب چوکاټ او مهال ویش چمتو کړي او د govnet ‏شبکې تجهیزاتو مشخصات او اټکل شوي ‏نرخ په اړه اړین تخنیکي معلومات چمتو او په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.‏

همداراز پدې ناسته کې، د وزارت د معلوماتو مرکز د کاري ظرفیت او خوندیتوب د زیاتوالي څرنګوالي په اړه هم بحث وشو ‏ترڅو اړین تجهیزات او وسایل د تدارکاتو پروسې له لارې تعقیب شي.‏

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲۲
Background image

خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د افغان بیسیم، اتصالات، روشن او اټوما مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء...

بېرته خبرونه ته