د ډیجیټل سازۍ په برخه کې د "کابل ولایت ډیجیټل همغږی کونکي ریاست" طرحې، پراختیایی پروژې او کړنې

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۱۲:۷

 

۱- د کابل (د شمال، سهیل او ختیځ) په لار د نوري فایبر غزولو مسلې تعقیب؛ د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت لخوا کلکان، قره باغ، سروبي، میربچه کوټ او چهار آسیاب ولسوالیو کې د نوري فایبر غزولو کار پیل شوی دی او د روان مالي کال په آخر کې به پای ته ورسیږي.

۲- د معلوماتي ټکنالوجۍ، مخابراتو او ساینس وزارت د ستراتیژۍ په رڼا کې د کابل ولایت په دوه لرې پرتو سیمو او ۱۴ ولسوالیو کې د سیمه‌ییزو مخابراتي خدمتونو کیفیت تر ٪۹۰ پورې تقویه شوي دي.

۳- د سیمه‌ییزو خلکو د اړتیاوو ارزونې او همکارۍ له مخې په پغمان، شکردره، گلدره، سروبي، استالف، موسهي او خاک جبار ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو تقویه کولو لپاره د عملي فعالیتونو تنظیمول؛ له بده مرغه، په دریو (سروبي، خاک‌جبار او موسهی) ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له امله لاهم له ننګونو سره مخ دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په سالنګ کې له یوه مخابراتي سایټ څخه څارنه تر سره شوه

د څارنې پر مهال د یاد مخابراتي سایټ د خونو د چت د کانکریټ اچونې بهیر وکتل شو. همداراز د چارو د کیفیت د لا ښه والي...

بېرته خبرونه ته