په افغانستان کې، د ISPs شرکتونو له استازو سره د محمد فهیم هاشمي لیدنه

Author image
enayat_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۵:۳۱
m

یکشنبه، د روان کال کب میاشتې څلورمه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو له استازو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو، د افغان ټلیکام شرکت له خوا د انټرنیټ عمده بییو راکمولو سربېره پر فایبر اسانتیاو، د ټلویزیون غره پر امنیتي ناخوالو، فریکونسۍ او تدارکاتي ستونزو خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې، محمد فهیم هاشمي استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه: «انټرنیټي اسانتیاوې د ډیجیټلي ټولنې اساسي اړتیا حسابیږي، په دغه برخه کې د لا زیاتو لاسته راوړنو په موخه باید د حکومت د تازه پالیسۍ له مخې (وایکو سیسټم) رامېنځته شي.»

m


نوموړي زیاته کړه: «زمونږ یوازینۍ موخه د خصوصي سکټور ملاتړ او ودې ته کار کول دي، ځکه خو د افغان ټلیکام شرکت له خوا عمده انټرنیټ له کوم توپیري چلند پرته وېشل کیږي»
د دغې لیدنې په پای کې، په افغانستان کې د انټرنیټ خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو استازو له مخابراتو وزارت سره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته