د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د پارلمان د شکایتونو د کمیسیون غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۴:۲۷
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د پارلمان د شکایتونو د کمیسیون غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د یکشنبې په ورځ د پارلماني شکایتونو کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ او د کمیسیون غړو لخوا راپورته شوې پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د کمیسیون غړو پوښتنو ته په ځواب کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي وویل چې ډیری دغه اندیښنې او پوښتنې د آترا ادارې پورې اړه لري.

نوموړي وویل: چې د آترا اداره  د درې کالو راهیسې د یوې خپلواکې ادارې په توګه د ټولو مخابراتي شبکو مسولیت په غاړه لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دغو برخو کې هیڅ مسؤلیت نلري.

د ټاکنو په ورځ د مخابراتي شبکو غیر فعاله کیدو په اړه ښاغلي محمد فهیم هاشمي وویل چې ده خپله  له ټولو مخابراتي شبکو څخه څارنه کړې او اوسمهال ډیری دا ستونزې هوارې شوې دي.

هغه یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د ټاکنو نه یوه ورځ وړاندې د مخابراتي فعالیتونو ټولې ستونزې او اندیښنې او مسلې له افغان حکومت سره شریکې کړې دي.

MCIT

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: چې د مخابراتي شرکتونو د فعالیت څارنه د اترا ادارې په غاړه دی ، مګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مهمو وختونو کې له دغې ادارې سره د ستونزو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د سلام مخابراتي شبکې د فعالیتونو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر وویل چې د سلام مخابراتي شبکه په خورا سختو شرایطو کې کار کوی او د طالبانو د څو ځله ګواښونو سره سره یې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

ښاغلي هاشمي وویل: موږ د سلام په شرکت کې خپل یو شمیر همکاران له لاسه ورکړل ، او موږ د ګواښونو سره سره خپلوخدمتونو او فعالیتونو ته دوام ورکوو.

د ولسي جرګې د شکایتونو کمیسیون رییس او غړو د ښاغلي هاشمي څخه په ناسته کې د ګډون له امله مننه وکړه او ځوابونه یې د استازو د قناعت وړ وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته