د انټرنېټ د بيو کمښت په اړه د انټرنېټي خدماتي شرکتونو مسؤولينو سره مشورتي ناسته

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۵:۱۲
جلسه مشورتی با مسوولین شرکت های خدمات انترنیتی به خاطر کاهش قیمت انترنیت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د انټرنېټ د بيو کمښت او همدا راز د کيفيت د ښه والي په اړه د انټرنېټي خدماتي شرکتونو مسؤولينو، د اترا ادارې استازو او همدا راز د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو سره په مشورتي ناسته کې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په دغه سکټور کې د يادو شرکتونو د پانګونې څخه د مننې تر څنګ، د خدماتي شرکتونو، افغان ټېلې کام او اترا ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي هاشمي يادونه وکړه چې د انټرنېټي خدماتو مارکيټ باید متوازن و اوسي، په جدي توګه هر اړخيزه مطالعه تر سره او هر اړخيز تعادل په پام کې ونيول شي چې له یوې خوا مشتريانو او ګرانو هېوادوالو ته انټرنېټ په کمه بيه ورکول شي، دخدماتو کېفيت هم ښه شي او له بله پلوه د خدماتو وړاندې کوونکي شرکتونه هم زیانمن نه شي.

د انټرنېټي خدماتو شرکتونو، اترا ادارې او افغان ټېلې کام مسؤولينو ژمنه وکړه چې په راتلونکو ناستو کې به د قيمتونو د کمښت پر مېکانیزم بحثونه وکړي او د قيمت د کمښت تر څنګ به، د نړيوالو او داخلي قوانينو او کړنلارو په پام کې نيولو سره متوازن بازار او د دغه سکټور ودې ته زمينه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د حقوقي چارو ریاست نوی رییس او آمر د وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د منظورۍ له مخې ښاغلی مفتي نورالله ربیعه چې په فقه او قانون کې...

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د لغمان ولایت یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لغمان ولایت له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره...

بېرته خبرونه ته