د مخابراتی خدماتو لس سلنه محصول ټولونې د نظارت د مشرتابه کمېټې جلسه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۶:۲۴
جلسه کمیته رهبری نظارت بر جمع آوری محصول 10 در صد خدمات مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن په خپل کاري دفتر کې د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو معين محترم عبدالله رقيبي، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اداری او مالي معین محترم هادي هدایتی او د اترا ادارې تخنيکي مرستيال محترم سيلاب اميري سره، د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولونې د څارنې پر ټينګېدا خبرې وکړې.

په دې جلسه کې د څارنې ټيم د تېرو کارونو د ارزونې ترڅنګ، د څارنې د جديت، نظارتي ټیم زیاتوالي او په رڼه توګه د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې باندې ټينګار وشو.

ښاغلي هاشمي همدا راز زیاته کړه چې د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې د څارنې سيسټم (RTDMS) تر جوړېدو باید شرکتونه د نظارت ټيم سره هر اړخيزه همکاري وکړي او معلوماتو ته په بشپړه توګه د لاسرسی زمینه ورته برابره کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته