د ټرافيکو سیسټم د مډرن سازۍ او الکترونیک سازۍ پروژې په اړه بحث وشو

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۸ - ۱۷:۱۲
پیشرفت های پروژه مدرن سازی و الکترونیک سازی سیستم ترافیک افغانستان را به بحث گرفتیم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د فوايد عامې وزیر محترم انجنير يما ياري، د جمهور رئيس ارشد سلاکار محترم پوهنيار فريد احمد مومند، د کابل ښاروالۍ معين محترم پوهنيار شیخ احمد متین، د ټرافيکو رياست مسؤولينو، د مخابراتو وزارت رئيسانو، د آسان خدمت ادارې تخنيکي مسؤولينو او د GRT کمپنۍ استازو په ګډون، د افغانستان د ټرافيکو سیسټمو د مدرن سازۍ او ډيجيټل سازۍ په اړه ناسته وکړه.

د فوايد عامې وزیر، د جمهور رئيس ارشد سلاکار، د کابل ښاروالۍ معين او د ټرافيکو عمومي رئيس هر یو په خپل نوبت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ د قوانينو د تعديل او حقوقي اړخونو، تخنيکي لارو چارو او ددغه سیسټم د کار د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې يوه ګډه کاري کمېټه دې د بهیر د چټکتيا په موخه کار وکړي چې د ادارو تر منځ زیاته همغږي رامنځته شي او په راتلونکو څلورو مياشتو کې دغه سیسټم ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

محترم شهزاد آريوبي وویل چې موږ د GTR کمپنۍ له لارې ددغه سيسټم د جوړېدو مسؤوليت په غاړه لرو، د تجهيزاتو چمتو کول، کمپيوټري شبکې او د اغيزمنې ګټې اخیستنې په موخه د ظرفيت سازۍ چارې هم تر سره کوو او د سيسټم له جوړېدو او ګټې اخیستنې وروسته په بشپړه توګه اړوندې ادارې ته سپارل کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لیدلوری پراخ دی، موږ باید د افغانستان په کچه د سیسټمونو جوړولو، پروسو ساده کولو او د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج په برخه کې کار کوو او هره اداره چې په دې برخه کې زموږ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړي، موږ ژر تر ژره اقدام کوو. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته