افغانستان د TASİM پروژې غړيتوب تر لاسه کړ
Publish Date
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سيمه ييز اتصال په موخه د سيمې د ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وتوانېد چې د TASİM(د اروپا او آسيا د معلوماتو د ټرانزيټ لويه لار ) پروژې غړيتوب تر لاسه کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د ماليې سرپرست وزیر او د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محترم داکټر محمد همايون قيومي په آذربایجان کې د افغانستان، آذربايجان او ترکمنستان د لوړ پوړه چارواکو په ګډه ناسته کې د TASİM پروژې د عملي کېدو او نويو لارو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې افغانستان او ترکمنستان د ( TASİM - Trans-Eurasian Information Super Highway) پروژه کې شامل دي.
د ویلو ده چې په دې اړه به د اړوندو هېوادونو یو ګډه تخنيکي کمېټه کار وکړي چې د آذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ ددغه پروژې د عملي کېدو په موخه په تخنيکي چارو او درې اړخيزه هوکړه لیک کار وکړي.
د آذربايجان دولت همدا راز چمتو والی وښود چې د ترکمنستان سره د نښلېدو په موخه د کسپين سمندرګي (Caspian Sea)کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې د تورغونډۍ بندر له لارې د ترکمنستان سره وصل شوی او ددغه پروژې د عملي کېدو لپاره چمتو دی.
TASİM پروژه د شرقي آسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژه ده چې له لارې يې نوري فايبر د جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ غځېږي چې د نړۍ دوه ستر exchange point سره وصلوي.
ددغه پروژې له لارې تلونکی نوري فایبر به افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېرېږي.