د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال د پراختیایي بودجې ۹۱.۶۳٪ سلنه لګولې ده

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د مخابراتواو معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت مشرتابه او کارکونکي د پراختیایي پروژو د پلي کولو د هڅو په پایله کې بریالی شوی دی  چې د ۱۳۹۷ مالي کال د پراختیایي بودیجې ۹۱.۶۳٪ مصرف کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو له هغو وزارتونو څخه دی چې د ډیرو پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره هڅه کوي او توانیدلی دی چې په روان ۱۳۹۷ کال کې د معلوماتي ټکنالوژۍ یو شمیر زیربنایی پروژې لکه د انټرنټ دتبادلې د مرکز سیستم  NIXA ، د سایبري جرایمو تحقیقاتي لابراتوارونو، د مخابراتي او نوري فایبر پراختیا او ... پروژې تطبیق کړي او د هغه وزارتونو په کتار کې ځای لري چې ډیری پراختیايي بودیجه يې لګولي دي.

په حقیقت کې، د پرمختیايي بودیجې روڼتیا، د پروژې د پیل کولو ارزښت او اړتیاوو په پام کې نیولو سره  د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت تل هڅه کوي چې د ټولو افغانانو لپاره یو مناسب او متوازن معلوماتي چاپیریال برابر کړي.