د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکي سیسټم بریښنایي کولو هوکړه لیک لاسلیک

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

نن یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مو د ټرافیکي سیسټم عصري کولو او اړونده پروسو ساده کولو په موخه د کورنیو چارو وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد پروګرام چې د ملي هویت اسنادو د برېښنایي کولو یوه برخه ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ متخصیصینو لخوا مخته وړل کېږي چې د ښاري ټرافیکي خدمتونو بریښنایي کول، د خدماتو آسانتیا او پراختیا، د ټرافیکو مدیریتونو او د ټرافیک پوليسو عمومي ریاست د پیریدونکو رضایت لاسته راوړل په کې شامل دي.

په دغه پروګرام کې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د ټرافیکی بهیر ساده کول، د معلوماتو ذخیره کول یا Database جوړول او د ټرافیکي سیسټم کنټرول لپاره تکس لین او سرور Server جوړول شامل دي.

ددغه سیسټم جوړېدلو سره به ټرافيکي سيسټم کې لازم روڼوالی رامنځته او د ټرافیکو مدیریتونو او د ټرافیک پوليسو عمومي ریاست د مدیریت بهیر کې به یو ګټور ګام وي.

ټولو بندرونو کې بریښنایی سیسټم فعالول او د ټرافیکي سیسټم سره نښلول، پر سړوکونو د امنیتي کمرو لګول، مرکز او د اړوندو ادارو سره د ټرافیکي ادارو نښلول، د موټر چلولو جواز او ټرافیکي پیښو اسناد دیجیټل کول، ددغه هوکړه لیک له اساسي موخو څخه دي.

همدا شان په دغه هوکړه لیک کې د افغانستان په سطح د ټرافیکو لپاره ستر مرکزي بریښنایی سیسټم جوړول، د پام وړ آسانتیاوې لکه، د جواز سیر، موټر چلولو جواز، تکس لین، بریښنایی رودپاس جوړول، د ټرافیکو مدیریتونو او د پولیس ټرافیکو عموي ریاست پورې د تړلو عامه خدمتونو د پروسو ساده کول په کی شامل دي.