د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټېلېکام شرکت په اخیستلو سره د مخابراتو سکټور کې ۳۰۰ مېليونه ډالره پانګونه کوي

Author image
Alireza Khaliqyar

Publish Date

د ماليې وزارت سرپرست او د زیربناو په چارو کې د جمهوري رياست د ستر سلاکار محترم محمد همايون قيومي په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې په داسې حال کې چې د اقتصادي عالي شورا غړي په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي هم موجود وو، د وصل ټېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د مالکيت د انتقال او پلور طرحه په پرنسيپ کې منظور شوه.

وصل ټېلېکام مخابراتي شرکت چې د CDMA خدماتو د جواز درلودونکی دی، له رامنځته کېدو سره سم د فني او تخنيکي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او ويې نه شو کولی د ورځې د ټکنالوجۍ سره خپل فعاليتونه عیار او د خپلو نږدې ۱۰۰۰۰۰ مشترکينو غوښتنې پوره کړي. له همدې کبله يې ورځ تر بلې مشترکين په کمېدو شو چې اوس دغه شمېر ۱۲۰۰۰ ته را ښکته شوی دی.

د وصل ټېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د خپل فعاليت د کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې خپل مالياتي پورونه يې نه دي تصفيه کړي، بلکې د نورو خصوصي شرکتونو او دولتي بنسټونو پورونه هم ورباندې پاتې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو او کوششونو په نتېجه کې او د وصل تېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عالي مقام ۵۴۷ مورخ ۱۳۹۷/۳/۲۳ او ۵۵۴ مورخ ۱۳۹۷/۰۳/۲۸ د فرمان په اساس ۶۰ ورځې وخت ورکول شوی و چې خپلې ستونزې حل او پورونه تصفيه کړي. مګر دغه شرکت نه یواځې خپل پورونه تصفيه نه کړل، بلکې ونه توانېد چې د شرکت ستونزې له منځه يوسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وصل ټېلېکام خصوصي مخابراتي شرکت د ستونزو د حل په موخه او ددغه شرکت د پورونو د تصفيې په موخه د الکوزي شرکتونو د ګروپ او وصل ټېلېکام شرکت، ددغه شرکت د پلور په اړه هوکړې ته ورسېدل چې د الکوزي شرکتونو ګروپ به د ۳۰۰ ميليونه امریکايي ډالرو سره د وصل ټېلېکام مخابراتي شرکت اخلي او ټول مالي ذمت او پورونه به د اصل قيمت څخه دولت او نورو ټولو هغه ادارو ته ورکول کېږي چې یاد شرکت يې پوروړی دی.

ټاکل شوې د الکوزي شرکتونو ګروپ د وصل ټېلېکام اوسنۍ CDMA ټيکنالوجي د GSM ټېکنالوجۍ ته واړوي او د عصر د بهترينې ټکنالوجۍ (4G / 3G) په واردولو سره او رقابتي تعرفو په وړاندې کولو سره خپلو مشتريانو او هېوادوالو ته با کيفيته مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډاډه دی چې په دغه پانګونې سره به د کاري فرصتونو د پېدا کېدلو تر څنګ خلکو ته د عصري او با کېفيته خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مثبت بدلون راشي.

د زياتو معلوماتو لپاره زموږ وېب پاڼې ته مراجعه وکړئwww.mcit.gov.af