د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د (آسان وظیفې) په نوم د کارموندنې پورټال پرانېسته وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۵:۴۵
پورتال کاریابی در سکتور مخابرات و تکنالوژی معلوماتی تحت نام " آسان وظیفه" افتتاح شد

نن مو د آسان خدمت ادارې د مسؤولينو ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او کارکوونکو په حضور کې د افغانستان په کچه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د آسان وظیفې په نوم د کارموندنې لومړی پورټال پرانېست.

ددغه پورټل د جوړېدو موخه د کاري فرصتونو، د ظرفيت لوړونې د برنامو بهتر تنظیم او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د متخصصو بشري سرچينو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.

دا پورټل په حقیقت کې ستاسو، تعلیمي او اکاډميکو بنسټونو او د کار بازار تر منځ د وصل د نقطې په توګه حسابېږي، د تعليمي او تحصيلي بنسټونو لپاره زمینه سازي کوي چې د خپلو تازه فارغ شويو محصلينو شهرت په کې راجستر کړي او هغه ادارو سره چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې بشري سرچينو ته اړتيا لري، د وړ او په کار پوه اشخاصو د پېژندنې او استخدام په برخه کې همکاري کوي چې د وخت او سرچينو د مصرف مخه هم نيسي.

د يادولو وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاري فرصتونو او ظرفيت لوړونې د پروګرامونو پروګرامونه به له دې وروسته د آسان وظیفې پورټل له لارې اعلانېږي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور څخه هم هیله کوو چې د اړوندو برخو کاري فرصتونه او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو په اړه خپل پروګرامونه له دې لارې اعلان کړي
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته