د (Real Time Data Management) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو.

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۹ - ۱۶:۲۴
قرارداد پروژۀ سیستم (Real Time Data Management) امضاء شد.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د ارګ په دلګشا ماڼۍ کې په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوی ؤ د هېواد ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني په حضور کې د (Bostus Group of companies) مسول (Mr. Joshwa Jee Bostus) سره یاد قرارداد لاسلیک کړ.

داسیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی.

د دې سیستم د جوړید اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول د راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عوایدزیاتېږي.

د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیون څخه زیاتې افغانۍراټولې شوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته