په کابل کې د چين جمهوری دولت د سفیر سره لیدنه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چين جمهوري دولت د سفیر محترم محترم لیو جنسانگ
( (Liu Jinsong سره د لیدنې تر څنګ د دوه اړخيزه رابطو پر پراختيا او په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو همدا شان د واخان دهليز له لارې د چين سره د افغانستان د اتصال، د افغانستان د پُسټي خدماتو مدرنيزه کولو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو ظرفيت لوړونې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انيسټيټيوټ د تجهيز په اړه هر اړخيزې خبرې اترې وکړې.