د ديجيټل کاسا Digital CASA پروژې د عملي کېدو په اړه بحث

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۷ - ۱۶:۲۰
51046101_2021093014854582_6623349597798400000_n_1

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرمحترم شهزاد آريوبي نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د نړېوال بانک د مخابراتي مقرراتو ارشد کارپوه محترم Rajendra Singh سره د لیدنې تر څنګ د ډيجيټل کاسا Digital CASA پروژې د اوسني وضعيت او د پلې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ددغه پروژې موخه د خصوصي پانګوالو هڅونه ده چې د خصوصي پانګونې له لارې سيمه ييژ او داخلي اتصال پراخه او بهتر شي، عامه او خصوصي خدمات د انټرنېټ له لارې یو بل سره ونښلوي.

ددغه موخو د عملي کېدو لپاره زېربنايي کارونه تر سره شوي او سږ کال به پروژه په عملي توګه شروع کېږي چې د ملي پورټال ارتقاء او د الکټرونيکي حکومتولۍ د لومړيتوبونو ټاکل په ګوته کوي.

نړېوال بانک چې ددغه پروژې مالي چارو مسؤوليت په غاړه لري، د خپلې همکارۍ ډاډ را کړ او ژمنه يې وکړه چې پر وخت ددغه پروژې د عملي کېدو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره همکاري کوي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته