د دولتی ادارو وېبپاڼې په نوي دیزاین او سیستم بدلیږي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۳ - ۱۱:۱۵
Conference

نن سه شنبه ۱۳۹۷ کال د میزان د میاشتې ۳ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې د وزارتونو او دولتي ادارو د نويو ویبپاڼو په اړه غونډه وشوه چې د دولتي ادارو د معلوماتي تکنالوجۍ رئیسانو او نورو مسؤولینو هم پکې گډون درلود.

د غونډې په پېل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT رياست له خوا د نويو ویبپاڼو د پروژې په اړه مفصل او هر اړخيز پریزنتیشن وړاندې شو.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت رهبري د سیستمونو پرمختیا او دالکترونیکي حکومت دارۍ د پراختيا او ودې لپاره منظم پلانونه لري چې په دې لړ کې عملي گامونه هم اخیستل شوي دي.

نشرات د وزارت یو مهمه برخه ده او ویب سایټ په دې لاره کې اړینه ونډه اجرا کوي چې ضروري او زياته پاملرنه ورته په کار ده.

د پريزنټېشن وروسته د دولتي ادارو اړوندو مسؤولينو پوښتنې وکړې او تر څنګ يې د وزارت ددغه پروژې د ستاينې تر څنګ په اړوندو برخو کې د همکارۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته