په افغانستان کې الکترد معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې روغتيايي خدمات پېلېږي

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۵ - ۵:۳
kjhkjhkj

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پلان کې لري چې د عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ په هېواد کې الکترونيکي روغتيايي خدمات وړاندې کړي
ددغه هدف د تر لاسه کولو لپاره د مخابراتو وزارت محترم وزیر ښاغلي شهزاد اريوبي د خپلو لیدنو په ترڅ کې نن د "On Point Cyber" کمپنۍ اجرائيوي رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او په هېواد کې د روغتيا سکټور کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر پراختيا (Telemedicine)، د معلوماتو خونديتوب(Cyber Security) او همدا شان د انټرنیټ د بنډویټ د مدیريت په موخه د یو ځانګړي سيسټم په رامنځته کولو خبرې وکړې
د ياد شرکت مسؤولينو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره به د الکترونيکي روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي او د دغه موخې تر لاسه کولو لپاره د ځانګړو سيسټمونو په جوړولو کې به پوره ونډه واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال په ازمايښتي بڼه د کابل جمهوريت روغتون، د پکتيا روغتون او د سمنګان روغتون د Telemedicine له لارې سره وصل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته