د مخابراتو وزارت لخوا د پُستي خدمتونو د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کول
![dfgdfd](/sites/default/files/2018-09/35973328_1880699568893928_5998255938664923136_n_5.jpg)
نن دوشنبه د ۱۳۹۷ کال د جواز په ۲۱ مه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په داسې حال کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محترم دکتور محمد هادي هدایتي، رییسانو او مشاورینو حضور درلوده، د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي پوهنیار حکمت الله الکوزي لخوا د OII سمارټ ګروپ سیستم شرکت ته د پُستي خدمتونو جواز ورکړل شو. ښاغلې هدایتي چې خبرې کنفرانس ته یې خبرې کولې وویل چې اپرا یا د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره د پُستي سکټور لپاره پالیسۍ جوړونکې او ناظره اداره ده. چې د اساسي قانون د لسمې مادې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د تګلارې له مخې خصوصي سکټور ته د هڅونې، ملاتړ، پیاوړتیا او د اقتصادي نظام پر بنسټ د خصوصي تشبساتو پرمختیا په منظور ټولې اسانتیاوې برابروي. نوموړي زیاته کړه چې خصوصي سکټور له یوې لسیزې راهیسې پُستي خدمتونه وړاندې کوي چې تر دې مهاله کابو لسو پُستي شرکتونو ته د پستي خدمتونو وړاندې کولو په موخه جوازونه ورکړل شوي دي او د رسمي غړیتوب په لرلو سره یې د هېواد پستي مارکیټ ته لار پیدا کړې ده. همدارنګه هغه وویل چې په ټوله کې د مخابراتو وزارت او په ځانګړې توګه د اپرا ادارې پالیسي دا ده چې د پستي خدمتونو وړاندې کوونکو ترمنځ سالمه سیالي رامنځ ته کړي او دا دې د Smart System شرکت د جواز اخیستلو لپاره ټول قانوني پړاوونه طی کړي او نن ورځ دوی ته د جواز ورکول شاهدان یو.