مخابراتو وزارت د ټرانسپورټي خدمتونو د سازده سازۍ سیسټم جوړوي؛ دوشنبه ۱۳۹۷ د غبرګولي ۱۴مه

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۳/۱۴ - ۵:۳
dgdfd

نن دوشنبه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د آسان خدمت ادارې او د ټرانسپورټ وزارت تر منځ د ټرانسپورټي خدمتونو د پروسو د ساده سازۍ او د ټرانسپورټ وزارت د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک چې د آسان خدمت د رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني او د ټرانسپورټ د عمومي رئیس ښاغلي ویس سلطاني له لوري لاسلیک شو، د ټرانسپورټي خدمتونو په روڼوالي، چټکتیا او د ټرانسپورټي عوایدو په لوړولو کې به بنسټیز رول ولوبوي.

اوس مهال په افغانستان کې د ټرانسپورټي خدمتونو نظام ډېر پېچلۍ او له بېلابېلو ستونزو څخه برخمن دی، چې د معیاري خدمتونو د نه وړاندې کولو تر څنګ یې اداري فساد ته هم لاره هواره کړې ده. د دغه هوکړه لیک له مخې به د ټرانسپورټ وزارت د ټرانسپورټي شرکتونو د جوازونو او د بار وړونکیو او سوارلۍ وړونکیو موټرو د (خط سیر) کتابچې خدمتونه آسانه شي او له دې لارې به د ټرانسپورټي عوایو کچه څو برابره لوړه کړای شي
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته