د (Tallinn e-Governance Conference 2018: Governance for Digital Citizens) په کنفرانس کې د افغانستان د مخابراتي سکټور د جکپوړي استازي ګډون

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۳/۹ - ۵:۳
kkkk

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور هادي هدایتي د استونیا په تالین ښار کې د بریښنایي حکومتولۍ په اړه جوړ شوي کنفرانس کې چې روان کال ۲۹ د مۍ څخه تر ۳۰ پورې دوام درلود ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د ګډون هدف د هېواد بریښنایي حکومتولۍ لپاره د تخینکي او مسلکي مرستې او ملاتړ تر لاسه کول دي.    
په یاده غونډه کې ښاغلي هدایتي په هېواد کې د برښنایي حکومتولۍ په تړاو د مخابراتو وزارت د وضعیت، فرصتونو او لاسته راوړنو لکه د آنلاین پاسپورټ پروسې پرانیستل، د موبایل له لارې د معاشونو ورکول، د هېواد اداري سیستم د بریښنایي کولو په هدف په مختلفو دولتي ادارو کې د GRP سیستم تطبیق، د تعلیمي او تحصلي بنسټونو لپاره د الیکترونیکې کتابتونونو جوړول، په آنلاین شکل د تجارتي جواز توزیع کول او د بريښنایي پېژندپاڼو د ویش لړۍ پرانیستې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېدل.
په دغه نړیوال کنفرانس کې د معلوماتي ټکنالوجۍ جګپوړو پوهانو، څیړندویانو او مسئولینو لخوا د څیړنو، نوښتونو او ابتکاراتو په اړه بحث وکړ. د غونډې په څنډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د استونیا هېواد د برښنیاي حکومتولۍ اکاډومۍ ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک په اساس به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریښنایي حکومتولۍ د پلي کولو او د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو جوړولو په اړه همکارۍ کېږي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته