د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت له ستر سلاکارسره ولیدل
![asd](/sites/default/files/2018-09/35973328_1880699568893928_5998255938664923136_n_25.jpg)
د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي امریکا متحده ایالاتو ته په خپل کاري سفرکې دیاد هېواد د سوداګرۍ وزارت ستر سلاکار ښاغلي ستیفن دی ګارډنر او ټیم سره په لېدنه کې چې په امریکاکې د افغانستان سفیر محترم دکتور حمدالله محب یې هم ملتیا کوله په وروستیو ۱۵ کلونو کې په مخابراتي سکټور کې د پرمختګونو او لاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړې او له دوی څخه یې هیله وکړه چې د فغانستان خلکو سره په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ سکټور په پرمختیا کې همکاري وکړي.