د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د بریښنایي پیژند پاڼو د ویش لړۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

mcitadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۶ - ۵:۳
kkkk

نن د ۱۳۹۷ کال د ثور میاشتې په ۱۳ مه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبۍد بریښنایي پیژند پاڼو د ویش لړۍ په مراسمو کې چې د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، د هېواد لومړۍ میرمنې، محترم شهزاد اریوبي او یو شمیر نورو دولتي چارواکو لومړۍ بریښنایي تذکرې ترلاسه کړې ګډون وکړ. اول به د نفوس احوال ثبتولو ادارې په پنځو مرکزونو کې د بریښنایي تذکرو د ویش بهیر پیل او وروسته به مرکزي او نورو ولایتونو ته و غځیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د بریښنایي تذکرې ټول تخنیکي مسائیل او سیستمونه جوړ او چمتو شوي دي، چې په نړیوالو معیارونو برابر دي. د بریښنایي تذکرې له سیستمونو څخه ګټه اخیستنه د عامه خدمتونو لکه پاسپورټ، قبالې، کاري جواز او نورو خدمتونو په وړاندې کولو کې چټکتیا او اسانتیا رامنځ ته کوي، همدارنګه د امنیت په تامین، د جرمونو کچې په را ښکته کولو او ګڼو اړونده مسائیلو کې رغنده او بنسټیز رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته