دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ د کار په ملي کنفرانس کی کدون وکر.

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۱۱ - ۵:۳
fdfdf

د کار په دري ورځني ملي کنفرانس کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ابتکار د لوړ پوړو دولتي چارواکو او خصوصي سکټور استازو په ګډون جوړ شوی و د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر شهزاد اریوبي هم پکې برخه واخیسته او نن د جلالمتآب ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې جمع بندې او پای ته ورسیده.
یاد کنفرانس په هېواد کې د بیکارۍ ستونزي له منځه وړلو او کاري فرصتونو برابرولو په هدف جوړ شوی وو چې د دولتي او خصوصي سکټور استازو په مختلفو پینلونو کې پدې اړه خبرې وکړې او د کړنلارو رامنځ ته کولو په تړاو یې نظرونه وړاندې کړل
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په خپل ورا سره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په همکارۍ هېوادوالو ته د کار او زده کړو اسانتیاوو برابرولو او د دندو غوښتونکو او استخدام کوونکو ادارو لپاره داسان وظیفه په نوم د معلوماتو رسونې کره سیستم جوړ کړی دی، چې د دې سیستم په اساس ټولې ادارې کولی شي چې له یوې واحدې سرچینې د خپل پروفایل په جوړولو سره دندې مدیریت، په وړیا توګه اعلان او له همدې پورتال د دندو غوښتونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته