د ۵۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل کاسا پروژې مالي قرارداد له نړیوال بانک سره لاسلیک شو

superadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱/۲۱ - ۵:۳
sdfsd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل کاسا پروژې مالي قرارداد چې ټوله بودیجه یې ۵۱ میلیونه امریکایي  ډالره کېږي د نړیوال بانک له مسئولینو سره لاسلیک شو  چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به بشپړ شي او یاده پروژ ه څلور برخې لري:

1.        د کورني او سیمه ایز اتصال لپاره د بیخ بیناوو رامنځ ته کول 

د دغه برخې هدف د ټکنالوجۍ په برخه کې د خصوصي پانګې اچونې هڅول دي. چې د خصوصي پانګې اچونې  له لارې کورني او منطقوي اتصال ته پراخوالی ورکوي، عامه او خصوصي بنسټونه په موثر شکل د انټرنیټ پواسطه سره نښلوي. همدارنګه د انټرنیټ قیمتونه راښکته کیږي.

2.        د بریښنایي حکومتولۍ د خدمتونو پراخوالی

په ملي سطحه د معلوماتي ټکنالوجۍ بنسټونه رامنځ ته کول تر څو خلک په اغیز ناک شکل د حکومت له الکترونیکې منابعو څخه ګټه واخلي. چې پدې سره به په هېواد کې د الکترونیکې حکومتولۍ خدمتونه پراخوالی ومومي. د یوه واحد مرکز له لارې  په الکترونیکې شکل د عامه خدمتونو وړاندې کول خلکو ته د پام وړ سهولتونه برابروي.

3.      خصوصي سکټور  ته  د پانګې اچونې لپاره چاپیریال اماده کول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالو جۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګې اچونې  د جلب په موخه مناسب چاپیریال رامنځ ته کول، تر څو ډیری خلک په اسانه او ارزانه شکل انټرنیټ ته لاس رسی پیدا کړي. ډیجیټلي فعالیتونه پياوړي کیږي تر څو ځوانان وکولی شي چې ډیجیټلي مارکیټ ته لار پیدا کړي.

4.      د پروژو مدیریت او د دولتي نهادونو پياوړي کول 

د منطقوي اتصال په نظر کې نیولو سره په مالي چارو، نظارت، ارزونې،  او تدرکاتي فعالیتونو کې ظرفیت لوړونه رامنځ ته کول او همدارنګه د دولتي بنسټونو پیاوړي کول تر څو خپل فعالیتونه په موثر شکل  وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته