د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په خوندي توګه د پُستي بستو د لیږد لپاره د ترانسپورت وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۶ - ۵:۳
sdffdd

د روان 1396 کال د کب د میاشتې په 16 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات پر وخت او خوندي توګه د پُستي توکو د لیږد په موخه د ترانسپورت له وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې به ترانسپورټ وزارت د مخابراتو وزارت اړوند د افغان پُست ریاست ټولې پُستي بستې د معتبرو او راجستر شویو خصوصي ترانسپورټي شرکتونو له لوري له مرکز (کابل) او له ولایتونو پلازمېنې کابل ته انتقالوي. پدې سره به له يوې خوا د افغان پُست ریاست خدمتونه نور هم چټک او منظم شي او له بلې خوا به خلک وکولی شي په ډيرې اسانۍ او ژر خپل پُستي بستې ترلاسه کړي. همدارنګه ددغه هوکړه لیک په لاسلیک کیدو سره به د افغان پُست ریاست عواید لوړ شي، پُستي بستې به په خوندي توګه او په ټاکلي وخت رسیږي او ځوانانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته