د ۱۳۹۶ لمریز کال د لوی اختر د مبارکۍ په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد آریوبي پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  رهبري هئیت او منسوبینو په  استازیتوب د هېواد ولسمشر جلالتمآب  دوکتور محمد اشرف غني، د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله، رؤسا وو،  د ملي شورا درنو غړو، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو درنو هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري ژمنه کوي چې د هېواد ټولو وګړو ته به له کوم تبعیض پرته غوره، چټګ او خوندې مخابراتي  خدمات وړاندې کوي. د دې ترڅنګ به  په دولتي خدماتو کې شفافیت، چټکتیا او د برېښنایې حکومتوالۍ سیستم په نږدې راتلونکې کې جوړ او تطبیق کړي او هېواد به د ډیجیټلي کیدو پرلور سوق کړي.

له څښتن تعالی څخه ټول شریف ولس ته  د ملي ویوالي، ورورګلوۍ، په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات هيله کوم.

شهزاد ګل آریوبي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته