په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو د فاتحې او د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم تر سره شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د حوت د میاشتې په ۱۰ نیټه د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لوړپوړي چارواکو او مامورینو  د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د وروستیو طبیعي پېښو د شهیدانو لپاره د قرآن عظیم الشان د ختم  او د فاتحې په  مراسمو کې ګډون وکړل.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په خاصه توګه د پنچشیر په ولایت کې زمونږ هیواد وال د طبیعي حوادثو قرباني شوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هییت او کارکونکي د وروستیو ورښتونو او طوفانونو له امله د سر رامنځته شوي زیانونه یوه ستره ملي غمیزه وبلله او زیانمن شویو هیوادوالو په غم کې ځانونه شریک بولي او د عظیم الشان قرآن په ختمونو او د فاتحې مراسمو په تر سره کولو سره د پیښو شهیدانو ارواوو ته دعا وکړل.

همدا راز د فاتحې مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کورنیو چارو وزارت لخوا د نبوي جامع جوات کې هم واخیستل شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته