نظر غوښتنه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الیکترونیکي معاملاتو د سمون او پرمختګ په منظور د الیکترونیکي معاملاتو او الیکترونکي تصدیقونو د قانون مسوده د تصویب لپاره اماده کړې. ستاسو ټولو مدني ټولنو غړیو، حقوقپوهانو، د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصصینو، متشبثینو، د خصوصي سکتور کارمندان او د پوهنتون استادانو او نورو اړونده پوهانو څخه په درنښت هیله کیږي چې د نوموړي قانون د مسودې په اړه خپلې مشورې، نظریات، پشنهادونه او نیوکې د روان میلادي کال د نومبر تر پایه د نوموړي مسودې د لا روڼوالي او سمون په منظور له مونږ سره په لاندې بریښنالیکي ادرسونو شریکې کړئ .ستاسو هر نظر او پشنهاد ته سترګي په لار یو او ښه راغلاست ورته وایو.
دلا زیاتو معلوماتو لپاره فایل د د الیکترونیکي معاملاتو او الیکترونکي تصدیقونو د قانون مسوده داونلود کړی