په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنۍ نړیوال کنفرانس او نندارتون جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ لومړنی نړیوال کنفرانس او نندارتون د روان ۱۳۹۲کال د تلې میاشتې له ۲ – ۴ مې نیټې پورې په کابل کې د افغانستان د ملکی خدمتونو انستیتیوت په تالار کې جوړ شو.

دغه کنفرانس او نندارتون چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نوښت جوړ شوی و د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال، د کابینې غړو، په ملی شورا کې د خلکو استازو، په کابل کې د میشتو بهرنیو هیوادونو سفیرانو، د شپږو بهرنیو هیوادونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو استازو، د مدنی ټولنو مشرانو، د دولتي او خصوصي مخابراتي او ټکنالوژیکي شرکتونو استازو، د هیواد د بېلا بېلو پوهنتونونو مشرانو او مسلکي ښوونکو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه پلاوي پکې ګډون کړی و.

د کنفرانس په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین ګدونوالو او میلمنوته ښه راغلاست وویل او د کنفرانس د جوړیدو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلی سنګین وویل: چې د کنفرانس موخه د معلوماتي ټکنالوجۍ اهمیت ، د هیوادونو د تجربو شریکول، سیمه ییزې همکارۍ او په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ ښودنه ده.

ښاغلي سنګین د لسو کلونو په اوږدو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګونو په برخه کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه د کنفرانس غړو ته معلومات ورکړل او هغه یې د پام وړ او با ارزښته وبلل.

وروسته بیا د افغانستان جمهور رئیس دوهم مرستیال ښاغلي عبدالکریم خلیلي په خپله وینا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت څخه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړه چې په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وده او پراختیا د دغه وزارت د رهبری هیئت د صادقانه کار او رڼې پالیسۍ نتیجه ده او هغه يې د سیمې په کچه بې ساری وبلله. ښاغلي خلیلی څرګنده کړه: د ویاړ او خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ نړیوال کنفرانس او نندارتون شاهدان یو.

وروسته د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ارزښت او په هیواد کې د معلوماتی ټکنالوجۍ د پراخ پرمختګ په هکله وینا وکړه او یاد کنفرانس یي په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي چارو کې مهم وباله.

د کنفرانس په دوهمه ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي وهاب الدین سادات په هیواد کې د مخابراتي او ټکنالوژیکي خدمتونو پر پراختیا خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام د کنفرانس د پایلو جاج او ارزونې په اخیستو سره د تجربو او معلوماتو شریکول یې د پرمختګ په لاره کې با ارزښته وګڼل. 

ددې ترڅنګ د کنفرانس سره جوخت د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په اړه نندارتون هم په لاره اچول شوی و چې دوه ورځې یې دوام وکړ. په دغه نندارتون کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت تر سره کوي په ځانګړو غرفو کې خپل خدمات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو کمپنیو مسئولینو د دغه نندارتون جوړول با ارزښته وبلل او د مخابراتو وزارت د دې نوښت څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د افغان کام شرکت د بازارموندنې مسئول ښاغلي جمال الدین فیضي په دې هکله زمونږ سره د خبرو په ترڅ کې وویل: چې دې نندارتون مونږ ته دا فرصت برابرکړی تر څو په دې وتوانیږو چې خپل خدمات هیوادوالو او بهرنیو میلمنو پر وړاندې پرانیزو او نندارې ته یې وړاندې کړو.

همدا راز د ARTS شرکت مسوول ښاغلي حسن صفدري له مونږ سره په مرکه کې وویل: چې یاد نندارتون زمونږ د خدمتونو په اړه د خلکو پر پوهاوي ځانګړې اغیزه کړې. هغه زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې له یوې خوا ټول مخابراتي شرکتونه سره راټول شول او تجربې یې سره شریکې کړې او له بلې خوا خلکو په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو په اړه پوره معلومات تر لاسه کړل.

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ یو شمیر نورو مسئولینو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې په تیرو کلونو کې د خپلو خدمتونو د نندارې ته وړاندې کولو په موخه دوبۍ او نورو بهرنیو هیوادونو ته تلل، سږ کال د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د دغه ابتکار له وجې مو خپل خدمتونه د ننه په هیواد کې د خلکو پر مخ پرانیستل تر څو د یاد سکتور د خدمتونو او تولیداتو څخه معلومات ترلاسه کړي او په دې برخه کې له وروستیو خدمتونو څخه ځان خبر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز د ټکنالوجۍ په نویو وسایلوسمبال شو

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ریاست کې جوړ شوي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته