افغان جت کمپنۍ ته د پستي خدمتونو جواز ورکړل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نیټه افغان جت خصوصي کمپنۍ ته د پستي خدمتونو د وړاندې کولو جواز د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال په کې ګډون کړی و ورکړل شو.

 په پیل کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر بریالي حسام د پستي خدمتونو د ارزښت او اهمیت په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل: د افغان جت خصوصي کمپنۍ سره د  پستي خدمتونو د وړاندې کولو او د جواز صادرولو څخه  موخه  خلکو ته د ښه ، چټک او با کیفیته پستي خدمتونو پراختیا او وده ده. هغه زیاته کړه: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نورو مخابراتي او انټرنیټي فعالیتونو ترڅنګ د ازادې سیالۍ له لارې د پستي خدمتونو ودې او مدرنیزه کولو هڅه کړې ده.

 همدا راز د افغان جت کمپنۍ رییس ښاغلي سید سلیمان د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو څخه خوښي څرګند کړه او ویې ویل: زمونږ موخه هیواد والو ته د با کیفیته پستي خدمتونو وړاندې کول او د کاري بوختیاوو برابرول دي.

په پای کې د افغان پستي خدمتونو د تنظیم ادارې مشر میر عبدالرحمن صدري دپستي خدمتونو د ودې او کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ او جت کمپنۍ ته  يې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه. 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته