د اترا ادارې د 4G په هکله د افغانستان د اتصالاتو د مخابراتی شرکت خبری ګزارش رد کړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د افغانستان د مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې د ۳/۱۱/۱۳۹۱ نیټې د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان د اتصالاتو د مخابراتی شرکت هغه خبری ګزارش چې تر اوسه یی  د دا ډول خدمتونو د وړاندی کولو، امتحان او یا د اړونده منابعو څخه د ګټې اخیستنې  هیڅ ډول مجوز د نوموړې ادارې څخه نه دی تر لاسه کړی رد او هغه یې د نوموړې شرکت لخوا  یو غولوونکی او د مقرراتی او رقابتی اصولو خلاف عمل وباله.

د آترا ادارې له نوموړې شرکت څخه په کلکه وغوښتل چې ژر تر ژره نوموړې خبر اصلاح او په راتلونکې کې له هرډول داسې عمل څخه ډډه وکړي چې د مخابراتی خدمتونو د مستهلکینو پر سلوک او په مارکیټ کې د سالم رقابت مقرراتی اصولو ته زیان رسولای شي. په نوموړې مطبوعاتی ناسته کې د مخابراتو او معلوماتی تکنالجی وزارت او اترا ادارې مسولینو او د ګڼ شمېر رسنیو استازو برخه لرله.
د ژورنالیستانو پوښنتو ته په ځواب کې د آترا اداري مسولینو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د   خدمتونو د جوازلرونکې ټول شرکتونه باید د نوموړو خدمتونو د پوښښ ، د ګټې اخیستونکو د حمابت او د باکیفیته  انترنیټي خدمتونود وړاندې کولو په هکله خپل ټول مکلفیتونه په جدي توګه تر سره کړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته