په افغانستان کې د ګرځنده تیلفون له لاري د پیسو د لیږد اجراییوی سیمنار
د افغانستان اود امریکا متحده ایلاتو حکومتونه په هیواد کې د ګرځنده تیلفون له لاری د پیسو د لیږد زمینې برابروي.
په همدې اړه نن یک شنبه د ۱۳۹۱ کال د وږي میاشتي په ۵ مه د کابل ښار په استار هوتل کي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرانجنیر امیرزی سنګین، د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د وزارتونو مرستیالانو، د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوری،د بريښنا شرکت رئیس عبدالله صمدی، د دولتی ادارو اود USID کارکوونکو ، د مخابراتی شرکتونو او رسنیو استازو په ګډون سره یو ورځینی اجراییوی سینمارجوړ شوی وه.
د افغانستان اود امریکا متحده ایلاتو حکومتونه د ګرځنده تیلفون له لارې د پیسو لیږد خدمتونو څخه د مالي او اقتصادي خدمتونو په توګه ملاتړ کوی او غواړي چې په افغانستان کې دغو خدمتونو ته لاپراختیا ورکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزي سنګین ددغو خدمتونو په پراختیا باندې د تاکید ترڅنګ زیاته کړه: د مبایل له لاري د پیسو لیږد څخه ملاتړ کوو او د دي بهیر د چټکې و دي لپاره یو کړنلاره په اختیار کې لرو چې کولای شو په دوامداره توګه د مخابراتو د سکتور د پرمختګ ملاتړ وکړو او دافغانستان خلکوته د ګټورو او رڼو مالي خدمتونو ته لاس رسی چمتو کړو.
نوموړي وویل د مبابل له لاري دپیسو لیږد بهیر دري کاله ترمخه په امتحاني توګه پیل او دامهال، په ولایتونو لکه هلمند کي د ۱۵ زرو پولیسو معاش، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برق میاشتني لګښت د ګرځنده تیلفون له لاري ترسره کیږي او په نیږدو راتلونکي به د هیواد په ډیری ولایتونو کې د دولت د کارمندانو معاشونو د یاد سیستم له لاري توزیع شي و د ۲۰۱۳ کال تر پایه به دهیواد ډیری برخې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
هغه زیاته کړه دامهال په سلو کې پنځوس افغانان بانکی حسابونه لري او شاوخوا ۶۰ سلنه افغانان ګرځند تیلفون لري او ۸۳ سنله وګړي په هیواد کې د مبایل شبکې پوښښ لاندې سیمو کې ژوند کوي.
په کابل د امریکا د متحده ایلاتو سفارت د اقتصادی چارو د پراختیا او همغږی رییسه میرمن هيلدا اريلانو "Hilda Arellano" دمبایل له لاري د پیسو لیږد بهیر بریالی وباله او وي ویل چې د نړی په ځينو هیوادونو کې دغه بهیر ښې پایلې درلودي نوموړي زیاته کړه چې موږ په افغانستان د مبایل له لاري دپیسود لیږد پروسه موفقه وینو چې له امله يي د پیسو په ورکړه کې زیات شفافیت رامنځته شوی دی.
نوموړې هیله څرګنده کړه چې په نني سیمینار کې د تیلفون له لاره د پیسو دلیږد په اړه ګټور نظریات او وړاندیزونه وړاندې شي.
د یادوني وړ ده چې تر دي مهاله د افغان بیسیم، اتصالاتو، روشن او MTN مخابراتي شرکتونه یاد خدمتونه وړاندې کوي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت هڅه کوي ترڅو په دغه سیستم کې شته ستونزې لیري کړي ترڅو دهیواد خلک وشي کولای خپل راکړي ورکړي له همدې لاري (MOBIL MONEY ) ترسره کړي، د مبایل له لاري دپیسو لیږد کولای شي تاسوته لاندې خدمتونو سل سلنه ډاډ من برابر کاندي.
.
- خپل مبایل حساب کې پیسې زیاتي او ترلاسه کړي
- هر وخت کولای شي پیسې چاته ولیږی.
3- په هرځای ا وهروخت کولای شی چې خرید وکړئ او یا د بریښنا بل تحویل کړئ.
4- هروخت او هرچیرته پيسې له تاسو سره وي او دا خدمتونو په هر ډول مبایل کې د استفادې وړ دي هر مشتري چې د هر مخابراتي شرکت ګډون وال وي کولای شي چې شرکت ته د تذکرې یا معتبر کار سره لاړ شي او ځانته د مبایل د پیسو حساب خلاص کړي ستاسو بیومتریک اطلاعات به د ګوتو نښي او د امنیت څلور رقمي پین کود ستاسو د حسابونو او معاملو تظمین کوي. .
د یاد پروژې لګښت چې ۵ میلیونه امریکایي ډالره کيږي د افغانستان پانګوڼي د پراختیا FAIDA د امریکا د نړیوالي پراختیايي اداري لخوا تمویلږي د مبایل له لارې د پیسو لیږد پروګرام یو نوښت دی چې په مرسته به يي د افغانستان اقتصاد پراختیا او وده ومومي او دغه خدمتونو به د خلکو په ژوند کې یو نقش نقش ولوبوي.