د مخابراتو او معلوماتي ټکناوجۍ وزارت د انټرنیټ نوې او ارزانه بیې اعلانوي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکناوجۍ وزارت د انټرنیټ نوې او ارزانه بیې اعلانوي

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ د پراخه اړیکو په موخه د معلوماتي ټولنې او برېښنايي حکومتدارۍ پر لور خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي.

 څرنګه چې هېوادوالو ته جوته ده د معلوماتي ټولنې اساسي بنسټ د انټر نیټي خدمتونو وړاندې کول شمېرل کېږي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، معلوماتي ټولنې ته د رسېدو په هیله هیوادوالو ته د انټرنیټي خدمتونو نوې او ارزانه بیې اعلان کړې.

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۱ کال د غوايي د میاشتې په ۵ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مطبوعاتي تالار کې جوړ شوی وو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګين په تیرو لسو کلونو کې د مخابراتو او انټرنیټي بیو باندې هر اړخیزې خبرې وکړې، نوموړي وویل: د نوي حکومت په لومړیو کې د انټرنیټي خدمتونو بیې ډېرې لوړې وې او ددې لوړوالي یواځینی عامل د سټلایټ له لارې ددغو خدمتونو وړاندې کول وو ، په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د یو MB انټرنیټ بیه ۴۰۰۰ زره امریکايي ډالر وه، هغه زیاته کړه چې د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو په پایله کې د نوري فایبر پروژه پلې شوه، چي دا بيې نورې هم را ښکته شوې او په ۱۳۸۹ کال کې د یو MB انټرنیټ میاشتنی بیه ۱۵۰۰ امریکايي ډالرو ته راټیټه شوه.

د نوري فایبر پروژه چې کله د نورو ګاونډیو هېوادونو سره ونښلول شوه دا بیې نورې هم را ولوېدلې چې د ۱۳۹۰ کال په اوږدو کې د یوMB انټرنیټ میاشتنی بیه ۹۰۰ امریکايي ډالرو ته راپریوته.

نوموړي زیاته کړه ددې لپاره چې زموږ خلک له انټرنیټ څخه زیاته ګټه واخلي او د خلکو اوسنۍ فیصدي له اتو سلني نوره هم لوړه شی او ددې ټکنالوجۍ څخه د حکومتدارۍ په بیلابیلو برخو لکه اقتصاد، روغتیا، ټولنیزو اړخونو او په ځانګړي توګه زموږ ځوانان د خپلو علومو او تحصیلاتو به برخه کې ګټه پورته کړه دا بیې نورې هم راټیټوو،   له دې څخه وروسته  به د انټرنیټ عمده بیه د انټرنیټی خدماتو وړاندي کوونکو (ISPs) او د GSM  شرکتونو لپاره  په میاشت کې دیو MB پراساس ۳۰۰ امریکايي ډالره وي.

انجنیر سنګین  د خپلو خبرو په ترڅ کې داهم یاده کړه چې په راتلونکو میاشتو کې به دا بیې تردې نورې هم را ټيتي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

بېرته خبرونه ته