دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په وزارت کي د ښځو ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مارچ اتمه د ښځو د یوالي نړیواله ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت او کارکوونکو لخوا د  یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

دغه مراسم د چهار شنبې په ورځ د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه  د پست د غونډو په تالار کې  ترسره  شوه، چې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال وهاب الدین سادات دښځو نړیوالې ورځې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: موږ ډېر خوشاله یو چې د خویندو، میندو او ښځو ورځ په ټوله نړۍ او افغانستان کې په رسمي بڼه لمانځو.

ښاغلي سادات زیاته کړه چي د ښځو د حقونو په برخه کې کارونه شوي دي، خو کافی نه دي دا یو اوږد مزل دی. ښځو د افغانستان په لویو ښارونو لکه  کابل، مزارشریف، هرات او جلال آباد کې ډیرې لاسته راوړنې لري، خو په کلیو او لرو پروتو سیمو کې لا تر اوسه هم ستونزې شته، چې ددې ستونزو د لرې کولوپه موخه باید ډېرې هڅې وشي.

موږ  دهېواد په ټولو ادارو کې د جندر یا د ښځو او نارینه وو مساوي حقوقو ته ژمن یو، له نیکه مرغه زموږ په وزارت کې اوس ۳۰ سلنه ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او موږ کوښښ کوو چې دا کچه ۴۰ یا ۵۰ سلني ته لوړه کړو.

ښاغلي سادات وویل، ښځې باید په لوړو پوستونو کې کار وکړي او ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره باید د ښځو کاري ظرفیت  لوړ شي، موږ ددې تشې د پوره کولو لپاره یولړ پلانونه لرو، چې په راتلونکي کال کې به ځينې ښځینه کارکوونکې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته ولیږو، ترڅو خپل تحصیلات لوړ کړي او  له موږ سره یوځای خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د مارچ اتمه د هېواد ټولو ښځو په ځانګړې توګه د وزارت کار کوونکو ته مبارکی ورکړه.

وروسته د منابع بشري رییس خلیل الله خلیل، د جندر مسوله ملالۍ یوسفزۍ، د عوایدو عمومي مدیرې سعادت سلطاني په وار سره خبرې وکړې،  میرمن سلطاني وویل  ښځه مورده، ښځه د سعادت پرښته ده، په دې ورځ د نړۍ ښځو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو او له دوی سره د تبعیض نه کولو په موخه خپل غږ پورته کړ، موږ دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې  په خواشینی سره اوس هم زموږ په هیواد کې له ښځو سره ناسم چلند کېږي، او دوی خپل اسلامی او بشری حقونو ته پوره لاس رسی نه لري. نوموړې د وزارت له رهبري هیئت څخه مننه وکړه چې دښځو نړیواله ورځ یې په داسی شاندار ډول ولمانځل شوه

 د غونډې په پای کې د وزارت ښځینه ممتازي کارکوونکې وستایل شوې او نقدي جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته