پنځه د سیم باکس دستګاوې او د ۱۰۹۶ عدده سیماکارتونه ونیول شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

پنځه د سیم باکس دستګاوې او (۱۰۹۶) عدده سیم کارتونه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداې(اترا) لوی ځارنوالۍ او پولیسو د ګډو هڅو په ترځ کې ضبط او راټول شول.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم  ادارې(اترا) غړي انجنیر خیرمحمد فیضی په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې  چې د۲۱/۱۲/۱۳۹۰ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو، وویل:د لوی څارنوالۍ، پولیسو او اترا ادارې نظارتي ټیم د کوښښونو په پایله کې پنځه د سیم باکس دستګاوې، (۱۰۹۶) عدده سیم کارتونه او ۱۴ هندستونه یا مخابره تاکی واکی چې په کابل، هرات او بلخ ولایلتونو کې یې په غیر قانوني ډول فعالیت کاوه ونیول شول .

فیضی وویل : چې دغو سیم باکسونو څخه درې یې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې، دوه نورې یې د بلخ او هرات په ولایتونو کې نیول شوي دي .

نوموړي زیاته کړه : هعه خلک چې دې ته ورته غیر قانوني کړنې ترسره کړي د مخابراتي خدمتونو دتنظیم د قانون د احکامو په رڼا کې  به ورسره چلند وشي توکی او نور وسایل به یې ظبط  نقدي  او غیر نقدي جریمه به هم شي.

هغه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په  استازي توپ د ټولو امنیتی ادارو له مرستې څخه مننه وکړه  او هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هیڅ وکړی  دمخابراتي توکو او وسایلو  څخه  په کټی اخیستلو سره  هیواد ته مالي او امنتي ګواښ نه رامنځته کوي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته