د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډوډی خوړلو صالونونه رسماً پرانیستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډوډی خوړلو صالونونه چې په نویو او مدرنو وسایلو سمبال او د یو غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

په غونډه کې ښاغلي الحاج وهاب الدین "سادات"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج بریالی "حسام" د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال ، ښاغلي غلام جیلاني "وزیري" د مقام د دفتر رئیس ، د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت او کارکوونکو ګډون کړی ؤ.

د غونډې په پیل کې ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال د اړوندو ریاستونو له کړنو څخه ستاینه وکړه او زیات یې کړه :زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خپلو کارکوونکو ته د آسانتیاو د برابرول لپار د مخابراتو په بیلا بیلو برخو کې یو بله مثبت ګام اخلي .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هئیت او اړوند ریاستونه هڅه کوي ترڅو د کارکوونکو په ورخنې ژوند کې د پام وړ ښه والې رامنځته شي .

په پاي کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیالانو ، رهبري هئیتډوډي په یاد صالون کې دکارکوونکوسره وخوړله .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته