په افغانستان کې د دریم نسل (3G ) مبائیلونو د جوازونو نړیواله سیالي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دریم نسل (( 3Gمبائیلونو د جوازونو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالي سیالي په لاره اچوی .
دا خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین په یو مطبوعاتي کنفرانس کې چي
په همدې اړوند د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوره شوی وه وکړه .
په یاد غونډه کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رهبری هئیتدخصوصی مخابراتي سکتور استازو اویوشمیر خبریالانو ګدون کړی وو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین وویل : زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هیواد او هیواد والوته د خدمت په لاره کې یو بل مثبت ګام اخلي او د دریم نسل (3G) ټکنالوجۍ په اړه یې هراړخیز معلومات ورکړل . د دریم نسل ټکنالوجۍ مبایلونو ډیر فوق العاده مبایلونه دی چې د لوړ سرعت انترنت ، د غیږانځور او ویدیو لیږد اسانتیاوی مشترکینوته برابروی موږ د نوري فایبرکبیل د شبکه په راوستلو سره زمینه دغه نوی ټکنالوجۍ ته برابره کړی ده.د نوری فایبر کیبل نه پرته د دغه ټکنالوجۍ خدمتونه ممکن نه دی.
ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین زیاته کړه : موږ یوه نوی کمپني ته د پنځو نورو کمپنیو ترڅنګه چې وړاندې د مخابراتي خدمتونو جواز ترلاسه کړی وو دا فرصت برابر کړی.ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د دریم نسل (3G) په اړه وویل :د سیالي پروسه په روښانه ډول د ۱۳۹۰/۱۰/۵ نیټه چې د اګست د میاشتی په اول نیټه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اترا) څخه کولاي شی تر لاسه کړی نوم لیکنه اود اسنادو دلاسته راول د سیالي لپاره غوښتونکي باید۵۰۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړی چې دغه پیسی بیرته نه ورکول کیږي او د اسنادود تسلیمدو وروستي نیټه ۱۳۹۰/۷/۹ چې د اکتوبر اولي نیټه سره برابره ده او اټکل کیږی چې د سیالی وروستي پایلي او د نوی جواز ورکول نیټه د نوامبراوله د ۲۰۱۱ کال وتاګل شی.
همدارنګه د یادولو وړ ده چې د ۱۳۸۲کال را پدیخوا هغه وخت چې د (GSM) جوازونه مو صادر کړل د ګرځنده تیلفونونو مشترکین ترواوسه پوری ۱۷ ملیونو ګته اخیستونکوته زیات شوی دی.او ۱،۶ ملیارد ډالره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په بنستیزو پروژو کې پانګه اچونه شوی ده او له ۸۰ سلنه څخه زیات د هیواد نفوس د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلی دی همدارنګه د هیواد تر ۱۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانوته د مخابراتو په سکتور کې د کار زمینه برابر شوی ده .