د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بریالیو کارکوونکو ته دریم درجه ستاینلیکونه ورکړل شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۴۱ کارکوونکوته دریم درجه ستاینلیکونه وویشل شول .
په غونډه کې ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ، ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداری مرستیال ، ښاغلي غلام جیلاني وزیري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د دفتر رئیسد مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت اوځینو کارکوونکوګدون کړی وو.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه
د غونډې په پیل کې ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر بریالیو کارکوونکو ته مبارکي وویله،او زیاتې کړه : زه ډیر خوښښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو د هڅواو زیار پایلې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نورو وزارتو په منځ کې لوړ ځای لړي.
ښاغلی سنګین وویل : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تیرو ( ۸) کلونو کې زیاتې لاسته راوړنې لري . لکه د 2011 کال د (GCM) جایزه ، د هیواد تر ( ۸۰ ) سلنه زیات وکړي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ لري ، همدارنګه د انترنت (۴) سلنه ګټه اخیستونکې دی چې په راتلونکی (۵) کلونو کې به (۵۰) سلنه ته زیات شئ.
ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین زیاته کړه : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت تصمیم ونیوه چې په هر میاشت کې به د هر ریاست یو بریالې کارکوونکی ته د هغه د کار او فعالیت سره سم د وزارت له خوا تقدیراو ستایل کیږي .
د غونډې په وروستې برخه کې دریمه درجه ستاینلیکونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر او د وزارت د رهبری هئیت له خواه په بریالیو کارکونکو وویشل شو.