د افغانستان د اسلامی جمهوریت د دولت رهبري ، دGSMS د جایزه ګټونکي و پیژندل شوه
د ۲۱۰۰ کال د فبروي د میاشتې ۱۵ نېټه ، ۲۰۱۱ کال د مبایل نړیوال کانګرس، بارسلونا
د نړیوال مبایل کانګرس (GSMA2011) د ۲۰۱۱ کال د فبروري د میاشتې د ۱۴ نه تر ۱۶نېټه پورې په بارسلونا کې ولمانځل شو. د یادونې وړ ده چې د GSMA د ۲۰۱۱ کال د حکومت د مشرتابه جایزه ښاغلی امیرزي (سنګین) د افغانستان اسلامی جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرته ورکړل شوه.
نوموړی جایزه د روان کال د مشرتابه د پام وړ جایزه ده، دا جایزه په ګوته کوي چی د افغانستان دولت سترې بریاوې د ګرځنده مخابراتو په برخه کې تر لاسه کړي دي . لس کاله وړاندې کله چی دافغانستان اوسني حکومت د چارو واګی په لاس کې واخیسته په هغه وخت کې یی د ګرځنده مخابراتو د سیسټم بڼسټ نه درلود او لس کاله وروسته اتیا په سلو کې وګړي دمخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د افغانسان دولت دGSM څلورو شرکتونو ته د کار جواز ورکړی دی او رڼو سیالیو سره سره یی په ټیټه بیه او لویه کچه برخې اخیستنې ته ښه چاپیریال را منځته کړی دی . د افغانستان د حکومت دغه لر لید او مشرتابه، د هېواد اقتصاد پراخه کړ او پر مخ یی وړي .اوسمهال د ګرځنده مخابراتو په سکټور کې د ۵۰ زرو څخه ډېر کسان په کار ګمارل شوي دي او دغه سکټور د حکومت د عوایدو ۱۲ سلنه جوړوي.مخابرات د بهرنۍ پانګونې په یوه ستره او یوازینۍ منبع اووښتي ده چې د ۲ بلیونو ډالرو په کچه پکې پانګه ونه شوی ده چې د ملی اقتصاد په پیاوړتیا کې یې خورا ښه رول لوبولی.
ښاغلي سنګین وویل:
زه ډېر خوښ یم چې د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب د غه جایزه تر لاسه کوم، زه له جی اس ام ای څخه مننه کوم چې د ښه چاپېریال او د وړو پالیسیو او مقرراتو د وضع کولو او همدارنګه د حکومت هلی ځلییې درک کړي دي. موږ د ګڼو امنیتي ستونزو او جګړې سره سره، د مخابراتو په برخه کې ډېرې بریاوې لرلي دي. موږ به له خپلو شریکانو سره د مخابراتو په برخه کې د شته بالقوه امکاناتو ته پام سره خپل کار ته دوام ورکړو.
د جی اس ام ای د سمون د چارو ریس تام فیلپس وویل:
دا جایزه د افغانستان د حکومت د مخکښ مشرتابه ښکارندوی دی، او د دغه هېواد پالیسۍ جوړونکو د جرات پخلی کوي، چې په خپل هېواد کې بهرنۍ پانګونې هڅوي او د طیف د کمی بیی په تادیه کوننی سره د شرکتونو د مصرف کچه را ټيټه وي. د افغانستان حکومت یو نوی اقتصادي پړاو را منځ ته کوي او د ګرځنده مخابراتو له لارې خپل سوداګري سکتور لا پیاوړی کوی.
د جی اس ام ای حکومتی مشرتابه د سږ کال جایزی د ارزونی پلاوی په لاندی ډول دی:
- پروفیسور مارتین کیف ، د لندن د اقتصاد مکتب
- جونفریدریک بکساس، د ټیلینار د ډلې ریس او CEO
- سفیر دیوید ای ګروس، د ویلی رین شریک
- روب کانوی ، دGSMA د پلاوي غړی او CEO
نوموړی جایزه د دولتي ګرځنده مخابراتو پهټولنځي کې چې په کال کې یو ځل پرانیستل کېږي چې په کې د څه د پاسه ۳۵۰ هېوادونود مخابراتو د سکټور د برابرولو پلاوي، د سکټوري موضوعاتو په اړه خبرې اترې کوي، د افغانستان حکومت ته د ګرځنده مخابراتود سکتور د پراختیا په اړه ورکول شوه.
نوموړي غونډه یوه کلیدي غونډه ده، چې د جی اس ام ای له کیلیدی پروګرامونو څخه ګڼل کېږی، د جی اس ام ای د ګرځنده مخابراتود نړیوال کانګرس ورځ د بارسلونا په ښار کې لمانځل کېږي. په ۲۰۱۱ کال کې دغې غونډې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو څخه حکومتي پلاوي را جلب کړي دي.