غور ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۱۷۸ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۱۰
ولایت غور افغانستان

د غور ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، د زده کړې شپږمې دورې څخه له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۷۸ تنو زده کوونکو ته بري ليکونه وويشل شول.

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو چارواکو، علمای کرامو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د مخابراتو ښاغلي مولوی عبدالناصر منصوری د مخابراتو و معلوماتي ټکنالوژۍ ولایتي ریاست په استازیتوب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته مبارکي وویله.

نوموړي د ډیجیټلي مهارتونو او نویو ټیکنالوژیو د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ځوانان یې وهڅول چې خپلې زده کړي ځان او ټولنې په خدمت کې وکاروي.

ګډونوالو هم د علم، زده ‌کړې او مسلکي مهارتونو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د ځوان نسل د فکري ودې، ځان‌بسیاینې او سالم راتلونکي لپاره مهم وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د غزني ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۸۷ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوي شاه ولي (سعید) ګډونوالو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په جلال‌آباد ښار کې اووه غیرقانوني مخابراتي دستګاوې راټولې او ضبط شوې

د یاد کمپاین په ترڅ کې اووه غیرقانوني نصب شوي ریپیټرونه غیرفعال او ضبط شول د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د دغه سایټ په جوړیدو سره به د نورستان ولایت د چاتراس سربیره شا او خوا سیمې د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته خدمتونو څخه برخمن...

بېرته خبرونه ته