په جلالآباد ښار کې اووه غیرقانوني مخابراتي دستګاوې راټولې او ضبط شوې
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د اترا ادارې استازو له لوري د جلالاباد ښار په بېلابېلو مارکیټونو او سوداګریزو سیمو کې د غیرقانوني مخابراتي وسایلو د راټولولو کمپاین ترسره کړ.
د یاد کمپاین په ترڅ کې اووه غیرقانوني نصب شوي ریپیټرونه غیرفعال او ضبط شول د مخابراتي شرکتونو د شکایتونو له مخې، دغو وسایلو د فریکونسي د شتون له امله په سیمه کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت کمزوری کړی و.
د یادونې وړ ده، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د اووه دېرشمې مادې له مخې، هېڅوک د اترا ادارې له جواز یا د معافیت سند پرته د فریکونسي تولیدوونکو وسایلو د کارولو اجازه نه لري.
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، د غیرقانوني مخابراتي فعالیتونو د مخنیوي او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښهوالي په موخه به ورته کمپاینونه دوام ولري.
