نورستان ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د جوړیدو له جریان څخه څارنه ترسره شوه
نورستان ولایت مرکز پارون ښار چاتراس سیمې همشوزو کنډاو ساحه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې د یوه سایټ د جوړولو له پروسې او د کیفیت ارزونې لپاره څارنه ترسره شوه.
د څارنې په ترڅ کې، د سایټ د رغنیزو او تخنیکي چارو روان وضعیت له نږدې وڅېړل شو او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد له شرایطو سره سم خپلې چارې بشپړې کړي.
د دغه سایټ په جوړیدو سره به د نورستان ولایت د چاتراس سربیره شا او خوا سیمې د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي تر څو د یادو سیمو اوسیدونکو ته معیاري او اغیزمن مخابراتي خدمات وړاندې شي.
