په غور کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۵
ولایت غور افغانستان

د غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د تیورې ولسوالۍ په پنج خوله کلي کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د تیورې او پسابند ولسوالیو یو شمېر مخابراتي سایټونه له ۲جې  څخه ۳جې  ته لوړ شي، چې په دې سره به د سیمې اوسېدونکو ته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د ښه لاسرسي زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې سایټ په فعالېدو او د نورو سایټونو په لوړولو سره به د غور ولایت په یادو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت او پوښښ  لا پیاوړی او ښه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په غور کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د تیورې او پسابند ولسوالیو یو شمېر مخابراتي سایټونه له ۲جې  څخه ۳جې  ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته غږیزو اړیکو او ۳جې انټرنېټي خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته