پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
ریاست مخابرات ولایت پکتیکا

یاد څلور سایټونه د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په خړغر سیمه کې موقعیت لري یادې سیمې له ولایتي مرکز څخه په لرې واټن کې پرتې او فرضي کرښې ته نږدې موقعیت لري، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته جدي اړتیا لري. د یادو سایټونو له نصب او فعالېدو سره به په دغو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او د اوسېدونکو مخابراتي او د غږیزو اړیکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، چې د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په مالي تمویل، د دغه ولایت د څلورو نویو منظور شویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوې ده.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سروی د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا محمد انور قیام، د اترا ادارې د مدیر او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د استازو له لوري ترسره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت لپاره د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې منظور شوي ټول ۱۲ مخابراتي سایټونه سروي شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې د نصب چارې هم پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د نورستان ولایت منډول ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتي چوپړتیاو د پراختیا په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۲۲
Background image

پکتیکا ولایت کې د درې نویو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد ولایت وړممی ولسوالۍ د دوچيني، وازيخوا ولسوالۍ مرجاني او د سروبي ولسوالۍ په مستوی سیمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۳ سایټونو د جوړولو...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او...

بېرته خبرونه ته