د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو
د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د پکتیکا ولایت په مرکز کې، د شیخیل آبادو ولسوالی په برلک سیمه کې، د جاني خیلو ولسوالۍ په مرکز او د زرغون شهر ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړ شو.
پکتیکا ولایت مرکزاو ګڼ شمېر ولسوالیو کې تر دې وړاندې هم د مخابراتي کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراټي انټنونو ظرفیت لوړ شوی او د یاد ریاست په وینا لا هم دا لړۍ په مختلفو ولسوالیو کې د تطبیق په حال کې ده.
